عبدالرشيد دوستم
From Wikipedia, the free encyclopedia
عبدالرشيد دوستم يو افغان سياستوال او جګپوړي پوځي چارواکي دی. نوموړی د افغانستان په شمال کې د قزاق پلار او ایماق مور څخه زیږیدلی دی.
عبدالرشيد دوستم | |
---|---|
مارشال دوستم | |
د عبدالرشيد دوستم انځور | |
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۵ مارچ ۱۹۵۴[1] جوزجان ولایت، افغانستان |
تابعیت | افغانستان |
ګوند | د افغانستان اسلامي ملي جنبش ګوند |
اولاد | راحله دوستم او باتور دوستم |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | پوځي |
پوځي خدمت | |
برخه | افغان ملي پوځ |
مقام | مارشال |
جګړه/جګړې | په افغانستان کې شوروی جګړه ، افغان کورنۍ جګړه (۱۹۸۹ – ۱۹۹۲) ، افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱) ، افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۶ز ) ، د افغانستان کورنۍ جګړه |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
په منځۍ اسیا د تزاري روس د تاړاکونو له لامله د هغه ځای دیندوسته مسلمانان دې ته اړ شول، چې گاونډی هېواد (افغانستان) ته پنا یوسي، د مهاجرت دا لړۍ همداسې له ۱۹مې پېړۍ څخه نیولې تر ۲۰مې پېړۍ پورې روانه وه، چې د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې د توردي کورنۍ هم د افغانستان مخه وکړه او د خواجه دوکوه په سیمه کې اباد شول.
تر ۱۹۳۰ز کال پورې دا کورنۍ پدې وتوانېده چې د یو خټین کور سره سره یوه ټوټه زمکه هم ترلاسه کړي، د شلمې پېړۍ په څلورمه لسیزه کې د توردی کوسې له یوې اوزبکې مور څخه په خواج دوکوه کې زېږول کېږي، چې د لومړي افغان په توگه چې په افغانستان کې وږېږېد، له افغانانو څخه په اغیزمنتیا یې د نوم پرې عبدالرشید (چې د مسلمانو پښتنو لومړی نیکه یادېږي) کېښود.
د امو سیند وراخوا اوزبک مهاجر توردي ( د دوستم غورنیکه) د ۱۹۳۰ز کال په وروستیو کې ومړ، حال دا چې د مړینې پر وخت یې ۲۰ تنه د کورنۍ غړي په افغان خاوره پرېښودل.