![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/a0/1996afghan_%25281%2529.png/640px-1996afghan_%25281%2529.png&w=640&q=50)
افغان کورنۍ جګړه (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱)
From Wikipedia, the free encyclopedia
له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې افغان کورنۍ جګړه د طالبانو د کابل د نيونې او د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر پر ۲۷ مه د افغانستان د اسلامي امارت د رامنځته کولو او د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷ نېټه پر افغانستان باندې د متحده ايالتونو او انګليستان د بريد تر منځ موده کې پېښه شوه. ياده دوره د افغان کورنۍ جګړې برخه وه، چې په ۱۹۸۹ کې پيل شوې وه او همدارنګه د يو څه پراخه معنا له مخې په افغانستان کې د هغه جګړې برخه وه، چې په ۱۹۷۸ کال کې پيل شوې وه. [1][2]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځای | |
هېواد |
برخه د | |
---|---|
د پيل موده | |
پاي |
د افغانستان د اسلامي دولت حکومت د نړيوالې ټولنې د زياتې برخې لپاره د افغانستان په رسميت پېژندل شوی حکومت پاتې شو، که څه هم د طالبانو اسلامي امارت د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو له لورې يې په رسميت پېژندنه تر لاسه کړه.
د افغانستان د اسلامي دولت د دفاع وزير احمد شاه مسعود د طالبانو پر وړاندې مخالفت کې متحده جبهه (شمالي ټلواله) جوړه کړه. متحدې جبهې ټول افغان توکمونه لکه تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، ځيني پښتانه او نور راونغاړل. د جګړې پر مهال طالبانو د پاکستان له لورې فوځي او د سعودي عربستان له لورې مالي ملاتړ تر لاسه کړ. پاکستان د متحدې جبهې پر وړاندې د خپلې پولې (سرحدي) لښکر او فوځ د نظامي واحدونو او کنډکونو په خپرولو سره په فوځي ډول افغانستان کې مداخله وکړه. القاعده له پاکستان، عربي هېوادونو او مرکزي اسيا څخه په رالېږدول شويو زرګونو جنګياليو سره د طالبانو ملاتړ وکړ. [3][4][5][6]