اشرف غني
د افغانستان ديارلسم ولسمشر / From Wikipedia, the free encyclopedia
محمد اشرف غني احمدزی (زېږون نېټه ۱۹۴۹) اقتصاد پوه، سياستوال او د افغانستان پخوانی ولسمشر دی. اشرف غني د «۲۰ سپټمبر ۲۰۱۴» په ټاکنو کې د برياليتوب وروسته د افغانستان د ديارلسم ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړه، او خپله پنځه کلنه دوره يې پای ته ورسول، خو د دویم ځل لپاره بيا په ۲۰۱۹ د سپټمبر اته ويشتمه نېټه ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماند او په پايله کې يې بريالی شو، او يو ځل بيا يې د افغانستان د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړل. او د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ کله چې هغه طالبانو ته تول افغانستان وسپارل، نوموړی له هیواده وتښتید[سرچينه پکارده]. اشرف غني پرته له استعفاء هېواد پرېښود، او د نوموړي د هېواد پرېښودنې په اړه بېلابېلې څرګندونې وشوې، چا ويل تاجکستان ته تللی، چا ويل کوم بل هېواد. خو نوموړي د خپل تګ څو ورځې وروسته له متحده عربي اماراتو څخه پر خپلې فېسبوک پاڼې يو متن خپور کړ.
اشرف غني | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
Ashraf Ghani Ahmadzai | |||||||
محمد اشرف غني په 2021 کې | |||||||
د افغانستان ديارلسم ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ٢٩ سپتمبر ٢٠١۴ – ١۵ اګست ۲۰٢١ | |||||||
مرستيال | امرالله صالح | ||||||
| |||||||
د کابل پوهنتون رئیس | |||||||
د واکمنۍ دوران د ډيسمبر ۲۰, ۲۰۰۴ – ۲۰۰۸ د ډيسمبر ۲۱ | |||||||
| |||||||
د ماليې وزير | |||||||
د واکمنۍ دوران د جون ۲, ۲۰۰۲ – د ډيسمبر ۱۴, ۲۰۰۴ | |||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۱۹۴۹ زېږديز کال کابل, افغانستان | ||||||
تابعیت | افغانستان | ||||||
ګوند | خپلواک کاندید | ||||||
ښځه | رولا غني | ||||||
اولاد | مريم غني | ||||||
مور او پلار | شاه جهان احمدزی | ||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | هروارد پوهنتون
د کابل پوهنتون حبيبيه عالي ليسه | ||||||
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر | ||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | پښتو | ||||||
کار ورکوونکی | د کابل پوهنتون ، هروارد پوهنتون ، نړیوال بانک | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
برخه | د افغانستان پوځ | ||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه | ||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |