حامد کرزی
د افغانستان ۴م ولسمشر، او د افغانانو په رايه لومړی ټاکل سوی ولسمشر / From Wikipedia, the free encyclopedia
حامد کرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دئ، چي د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د لیندۍ په ۹مه چي د ۴ ډېسمبر، ١٩۵٧ کال سره سمون خوري د کندهار ولايت د كندهار ښار ته څېرمه د كرز په كلي كې زيږيدلى دى. حامد کرزی د لومړي ځل لپاره په ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ کال کي د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل سو. هغه د افغانستان دوولسم ولسمشر او د افغانانو په رايه لومړی ټاکل سوې ولسمشر وو، ښاغلي کرزی همدارنګه د افغانستان د تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر مقام ترلاسه کړ. [1].
حامد کرزی | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
پخوانی افغان ولسمشر حامد خان کرزی | |||||||
د افغانستان ١٢م ولسمشر | |||||||
د واکمنۍ دوران ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ – ٢٩ سيپټمبر ٢٠۱۴ عملي کول: ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ – ١٣ جولای ٢٠٠۲ | |||||||
مرستيال | کريم خليلي احمد ضيا مسعود محمد قسيم فهيم يونس قانوني | ||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۲۴ ډېسمبر ۱۹۵۷(1957-12-24) (عمر: ۶۶ کاله) کندهار، افغانستان | ||||||
تابعیت | د افغانستان شاهي واکمني (۱۹۵۷–۱۹۷۳)
د افغانستان جمهوريت (۱۹۷۳–۱۹۷۸) د افغانستان ديموکراتيک جمهوريت (۱۹۷۸–۱۹۹۲) د افغانستان اسلامي دولت (۱۹۹۲–۲۰۰۲) د افغانستان اسلامي جمهوریت (۲۰۰۲–۲۰۲۱) افغانستان (۲۰۲۱–) | ||||||
مذهب | اسلام | ||||||
ګوند | خپلواک کاندید | ||||||
ښځه | زينت کرزۍ (۱۹۹۹–) | ||||||
پلار | عبدالاحد کرزی | ||||||
وروڼه او خوندې | |||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | کندهار، اود هماچل پرديش پوهنتون | ||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
جايزې | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | د حامد کرزي اړوند
ترلاسه کړي جايزې
| ||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
ده ته د نوي افغانستان بنسټ ايښودونکي ويل کېږي ځکه چې دده په دوره کې: د افغانستان نوی اساسي قانون، د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پوليسو، بيا رغونه ترسره سوه. د ښاغلي کرزي دولت همدارنګه د کندهار-کابل لويه لاره، د کندهار-هرات لويه لاره، د کابل-باميان لويه لاره، د کابل-جلال اباد لاره او داسې نورې لارې ورغولي، ده په خپل دولت کې په لکونو يتيمانو او کونډو ته مرستې ورورسولي، ډيرې خلګو تعليم و تربيت ترلاسه کړ، دده په دولت کې هسپتالونه تلويزيوني ادارې، راډيوګانې او داسې نور څه بيا فعال سول، افغان حکومت خپل پولي او سيمي بيرته تر واک لاندې راوستلې.