![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/0/03/David_Hume_Ramsay.jpg/640px-David_Hume_Ramsay.jpg&w=640&q=50)
ډيويډ هيوم
From Wikipedia, the free encyclopedia
ديويډ هيوم په ډيويډ کورنۍ کې زېږدلی دی. د ژوند موده يې د نوي سيستم له مخې د ۱۷۱۱ ز کال د می له ۷ يا د زوړ نظام له مخې د ۱۷۱۱ ز کال د اپرېل له ۲۶ څخه د ۱۷۷۶ ز کال د اګست تر ۲۵ نېټې پورې وه. نوموړی يو سکاتلنډي روښانفکره فيلسوف، تاریخپوه، اقتصادپوه، ليبرال پلوی او مقاله ليکوال و، چې د فلسفي ازمايښت اصالت، ګومان اصالت او طبيعي اصالت په اړه د نوموړي د ستر اغېزناک نظام له امله نن ورځ خورا پېژندل شوی شخص دی. هيوم د انسان د يوې طبيعيتي پوهې د رامنځته کولو په موخه هڅه وکړه، چې د کار پيل يې په (۴۰-۱۷۳۹ز کلونو) کې «د انساني طبيعت يوه رساله» تر سرليک لاندې ليکنې سره وکړ، چې د انساني طبیعت فزیالوژيکي بنسټ يې وازمايه. نوموړي د ذاتي يا طبيعي نظريو د شتون پر وړاندې پر دې انګېرلو سره استدلال وکړ، چې ټوله انساني پوهه يوازې له ازمايښت څخه تر لاسه کېږی. دا نظر نوموړی د يو برتانوي ازمايښت پالونکي په توګه له Francis Bacon، Thomas Hobbes، John Locke او George Berkeley سره ځايوي. [2][3][4][5]
ډيويډ هيوم | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | فلسفه ، مېتافزیک ، پوهنپوهنه ، د ذهن فلسفه ، اخلاق ، سياست ، جمالیات ، د مذهب فلسفه ، پېښليک [1]، وټپوهنه [1] ![]() |
مؤثر | جورج برکلي ، جان لاک ، آيزاک نيوټن ![]() |
تحریک | تجربهپالنه ، فلسفي شکاکیت ، د روشنګرۍ دوره ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
هيوم استدلال وکړ چې په پېښه کې قياسي لامل او باور په شعوري ډول عادلانه نه شي کېدلی او پر ځای يې له دود او فکري عادت څخه رامنځته کېږي. موږ هيڅکله په رښتيني ډول نه درک کوو، چې يوه پېښه د بلې لامل کېږي، مګر يوازې د پېښو ثابت يووالی (تصادف) ازمايو. د قياس دا ستونزه دا معنا ورکوي، چې له تېر ازمايښت څخه هرو سببي پايلو د ترلاسه کولو په موخه دا د مخه انګېرل اړين دي، چې راتلونکی به له تېر سره ورته وي؛ هغه له مخه انګېرنه چې په خپله نه شي کولی په تېر ازمايښت کې سبب شي. [6]
هيوم چې د فلسفي عقل پالونکو يو مخالف دی، په پام کې لري چې د لامل په پرتله احساسات يا جذبې انساني کړه وړه اداره کوي. نوموړی په څرګند ډول ادعا کوي، چې «سبب د احاساساتو يوازينی غلام دی او بايده ده چې اوسي». نوموړی يو احساساتي پلوی دی، چې په پام کې لري چې اخلاق د ذهني رويې د اصل په پرتله د هيجان يا احساس پر بنسټ دي. نوموړي د اخلاقي ښکارندې د طبيعت څرګندونو په اړه يو لرغونې ارتکاب څخه ننګه وکړه او نوموړی په عادي ډول هغه شخص ګڼل شوی دی، چې په لومړي ځل يې په روښانه ډول د «بايد» ستونزه يا هغه نظريه جوته کړه، چې د حقيقت يوه بيانيه په يوازې ځان هغه معياري پايله نه شي راپورته کولی، چې ارومرو يا بايد تر سره شي. [5][7][8]
هيوم همدا راز ونه منله، چې انسان د ځان په اړه يو رښتينی درک لري او انګېرنه يې دا وه، چې موږ يوازې د احساساتو يوه ډله ازمايو او ځان په سببي ډول د دې تړليو پوهېدنو له دې ډلې څخه پرته نور هيڅ نه دي. د خپلواکې ارادې په اړه د هيوم برابره نظريه له انساني خپلواکۍ سره په بشپړ ډول د سمون وړ سببي معينيت تر لاسه کوي. د معجزو د نه منښت او د خدای د شتون لپاره له تدبير څخه د استدلال په ګډون د مذهب فلسفې په اړه د نوموړي نظريې په ځانګړي ډول په خپل وخت کې کړکېچن بحثونه وو. [9]
هيوم د ګټې اصالت، استدلالي مثبت اصالت، د پوهې فلسفه، د شننې لرغونې فلسفه، ادراکي پوهه، ديني پوهه او نورې زياتې برخې او مفکرين اغېزمن کړل. ايمانويل کېنټ (Immanuel Kant) هيوم ته د هغه الهام امتياز ورکوي، چې نوموړی يې له خپلې «بې دليله خوب» څخه راويښ کړی و.