کيپ ورډ
خپلواک دولت چې د افریقا په لویدیځ ساحل کې لس ټاپوګان لري / From Wikipedia, the free encyclopedia
کیپ ورډ په پرتګالي República de Cabo Verde) په انګلیسي Cape Verde) رسمي نوم د کیپ ورډ ولسمشریزه د لس اورشیندو ټاپوګانو جوړ هیواد په آرام سمندر کې موقیعت لري. یاده سیمه د افریقا لویدیځ لورته په ۵۷۰ کیلومتری کې پرته ده چې ۴۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لرې. پلازمینه د پرایا ښار رسمی ژبه پرتګالي او د وګړو شمیر یې ۰۰'۵۰۳ تنه دي، نوموړی هیواد ۵ د جون ۱۹۷۵م کال له پرتګال نه خپله خپلواکی ترلاسه کړی.
کيپ ورډ | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 15.3°شمال 23.7°لويديځ / 15.3; -23.7 [1] |
پراخوالی | 4033 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | پرایا |
رسمي ژبې | پرتګالي ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۵ جولای ۱۹۷۵ |
د عمر محدودیتونه | |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | د کیپ ورډ اسکودو |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [2] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | CV |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +238 |
د کېپ واردې یا کابو واردې، په رسمي ډول د کابو واردې جمهوریت، د منځني اتلانیتک په سمندر کې له کوچنیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی ټاپو هېواد دی چې لس اور غورځوونکي ټاپوګان لري او ټول مساحت یې نږدې ۴،۰۳۳ کیلومتره مربع (۱،۵۵۷ مایل مربع) دی. دا ټاپوګان د کېپ-ورټ لویدیځ ته، چې د افریقا لویدیځه نقطه ده، له ۶۰۰ څخه تر ۸۵۰ کیلومترو (۳۲۰ څخه تر ۴۶۰ سمندري مایل) پورې موقعیت لري. د کېپ واردې ټاپوګان له ازورس، کانري ټاپوګانو، مادیرا او ساوېچ ټاپوګانو سره یوځای د میکارونیزیا د حیاتي سیمې برخه دي. [3]
د کېپ واردې ټاپوګان تر ۱۵ پېړۍ پورې، کله چې پرتګالي سپړونکو ټاپوګان کشف او مستعمره کړل، بې استوګنې وو، چې په دې توګه په استوایي سیمو کې لومړۍ اروپایي استوګنه رامنځ ته شوه. له هغه ځایه چې د کېپ واردې ټاپوګان د اتلانتیک غلامانو په سوداګرۍ کې د ونډې لپاره په غوره ځای کې موقعیت درلود، کېپ واردې د ۱۶ او ۱۷ پېړیو په اوږدو کې له اقتصادي پلوه سوکاله شو، چې سوداګر، شخصي جنګي بېړۍ او سمندري غله یې راجلب کړل. دا سیمه په ۱۹ پېړۍ کې د اتلانتیک غلامانو سوداګرۍ د رکود له امله له اقتصادي رکود سره مخ شوه، او په دې وخت کې یې زیاتره اوسېدونکي کډه شول. خو کېپ واردې په تدریجي ډول د یو مهم سوداګریز مرکز او د لوی بار وړلو لارو په اوږدو کې د غوره تمځای په توګه له اقتصادي اړخه بېرته ورغېد. په ۱۹۵۱ کال کې، کېپ واردې د پرتګال د بهرنۍ څانګې په توګه مدغم شو، خو اوسېدونکو د خپلواکۍ لپاره مبارزو ته دوام ورکړ، چې په ۱۹۷۵ کال کې ترلاسه کړه.
کېپ واردې د ۱۹۹۰ لسیزې له پیل راهیسې، یو باثباته پارلماني ډیموکراتیک نظام دی او په افریقا کې یو له ډېرو پرمختللو او دیموکراتیکو هېوادونو څخه پاتې شوی. د طبیعي زیرمو د نشتوالي له امله، د دې هېواد پراختیا په حال کې اقتصاد تر ډېره د خدماتو پر بنسټ ولاړ دی، چې په ګرځندوی او بهرنۍ پانګونې تمرکز کوي. د دې هېواد ۴۸۳، ۶۲۸ نفوس (د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنې پر بنسټ) زیاتره د ګډ افریقایي او اروپایی میراث پاتې شوني دي او په عمده ډول د رومي کاتولیک مذهب لارویان دي چې د پرتګالي واکمنۍ میراث په ګوته کوي. په ټوله نړۍ کې، په ځانګړي توګه په متحده ایالاتو او پرتګال کې، د کېپ واردې تیت وګړو پراخې ټولنه شته، چې د ټاپوګانو له اوسېدونکو څخه یې شمېر لوړ دی. کېپ واردې د افریقایي ټولنې غړی هېواد دی.
د کېپ واردې رسمي ژبه پرتګالي ده او دا یې د زدکړې او حکومت ژبه ده. دا ژپه په ورځپاڼو، تلویزیون او راډیو کې هم کارول کېږي. رسمي ملي ژبه یې کېپ وادري کریو یا Cape Verdean Creole ده، چې د نفوس د لوی اکثریت له خوا پرې خبرې کېږي. [4]