اتلسم لویيس
From Wikipedia, the free encyclopedia
اتلسم لوييس (لوئس ستانیسلاس زېویر؛ زېږون، ۱۷۵۵ ز کال د نوامبر ۱۷مه- مړینه، د ۱۸۲۴ ز کال د سېپټمبر په ۱۶مه)، چې په ډيزایرېډ/ هیله کوونکي (په فرانسوي: le Désiré) مشهور و. د ۱۸۱۵ ز کال په بهیر کې د سل ورځو له لنډې دمې پرته له ۱۸۱۴ کال څخه تر ۱۸۲۴ کال پورې د فرانسې پاچا و. هغه د فرانسې د انقلاب او د فرانسې د لومړنۍ امپراتورۍ (۱۸۰۴- ۱۸۱۴) او د سلو ورځو په بهیر کې ۲۳ کاله په جلاوطنۍ/تبعید کې تېر کړل. [2][3]
اتلسم لویيس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | ناروغي |
تابعیت | فرانسه |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه ، هسپاني |
لاسليک | |
سمول |
هغه د فرانسې واک ته تر رسېدو مخکې د پاچا ۱۶م لوئس د ورور په توګه د کاونټ اف پروېنس (دا په فرانسه کې يو لقب دی چې د سیمهییزو فرانکي کورنیو، د بارسلون او انژو کرړې او د والوا او کاډټي کورنۍ یوې څانګې ته کارول کېده، ژباړن) لقب خپل کړی و، د ۱۷۹۲ کال د سېپټمبر په ۲۱مه یې د پاچاهۍ هېوادنی کنوانسیون لغوه کړ او ۱۶م لویي يې له واک څخه لرې چې وروسته له ګليوټین (په فرانسوي ژبه د اعدام هغې وسیلې ته ویل کېږي چې د سر پرې کولو لپاره کارول کېده، ژباړن) سره په دار کړل شو. کله چې د هغه ځوان وراره ۱۷م لويي د ۱۷۹۵ کال د جون په اولسمه په زندان کې ومړ، خپل کاونټ پرووېنس يې د اتلسم لويي په نوم د پاچا په توګه وټاکه. [4][5]
اتلسم لویي د فرانسې له انقلاب او د ناپیلون تر دور وروسته په پروس، انګلستان او روسیه کې په جلاوطنۍ/ تبعید کې ژوند وکړ. په ۱۸۱۴ ز کال کې بلاخره کله چې شپږم ائتلاف ناپیلون ته ماته ورکړه. اتلسم لویي په داسې یو موقف کې ځای درلود چې هغه او فرانوسوي سلطنت غوښتونکو د هغه حقیقي موقف باله. که څه هم ناپیلون له خپلې شړنې/ تبعید څخه اېلبا ته وتښتېده او خپله د فرانسې امپراتوري یې ورغوله. اتلسم لویي وتښتېد او اووم ائتلاف د فرانسې له امپراتورۍ سره د جګړې اعلان وکړ او بیاځلي يې ناپیلون ته ماته ورکړه او بیاځلي يې اتلسم لویي د فرانسې پر تاج او تخت کېنوه.[6]
اتلسم لویي له یوې لسیزې څخه لږ مهال د فرانسې د پاچاهۍ پاچا و. د بوربن د رغونې دولت د پخواني مطلق رژیم خلاف یوه مشروطه واکمني وه. د ۱۸۱۴ ز کال له منشور سره د فرانسې د نوي اساسي قانون پر بنسټ د اتلسم لویي سلطنتي امتیازات د پام وړ کم شول. په ۱۸۱۵ ز کال کې د هغه بېرته راستنېدل د اولترا شاهي ډلې په مشرۍ د سپین ترور د دویمې څپې لامل شو. لویئس په بل کال کې غیر مشهور پارلمان چې د نفوذ ناپذیره جرګې په نوم یادېده منحل کړ او د لېبرال لارښودونو د راپورته کېدو لامل شو. د هغه واکمني تر ډېره د پنځه ګوني اتحاد له رامنځته کېدو او په اسپانیه کې له پوځي مداخلې سره مشخصېږي. لویي کوم اولاد نه درلود، په دې توګه د هغه تر مړینې وروسته د هغه تاج او تخت د هغه ورور لسم چارلز ته ورسېد. اتلسم لویي د فرانسې وروستی پاچا و چې د خپلې واکمنۍ پر مهال ومړ، څنګه چې لسم چارلز (۱۸۲۴ - ۱۸۳۰) له واک څخه ګوښه شو، لویئس اول فلیپ (۱۸۵۲ -۱۸۷۰) او درېیم ناپیلون (۱۸۵۲ - ۱۸۷۰) دواړه بې واکه شول.[7]