آسيا
لويه وچه / From Wikipedia, the free encyclopedia
آسيا د ځمکې تر ټولو ستر او د نفوس له پلوه ستره لويه وچه ده، چې په شمالي او ختيځه نيمه کره کې موقعيت لري. اسيا د ايوروايشيا په وچه کې د لويې وچې برخه د اروپا لويې وچې سره او د افرو-ايروايشيا په وچه کې له دواړو اروپا او افريقا سره شریکه ده. د اسيا مساحت ۴۴،۵۷۹،۰۰۰ کيلو مترمربع دی (۱۷۲۱۲۰۰۰ ميل مربع)، چې دا د ځمکې د وچې ټوله دېرش سلنه او د ځمکې د سطحې ټوله اته اعشاريه اووه سلنه ده. دا لويه وچه، چې له اوږدې مودې راهيسې د ډېرو انسانانو کور و، د ډېرو لومړيو تمدنونو کوربه هم و. د اسيا څلور اعشاريه پنځه ميليارده خلک (د ۲۰۱۹ ز د جون تر مياشتې پورې) د ټولې نړۍ د نفوس نږدې شپېته سلنه جوړوي.[2][3]
رقبه | ۴۴٬۵۷۹٬۰۰۰ kم2 (۱۷٬۲۱۲٬۰۰۰ ميل2)[1] |
---|---|
آبادي (د خلکو شمېر) | 4,669,789,783 میلیارډه په 2021 زیږدیزکال کي دمارچ پر24 |
کثافت د آبادۍ | 87/km2 (225/sq mi) |
خلک بللي کيږي | Asian |
هېوادونه | 48 UN members 6 other states |
انټرنېټ کوډ | اسیا
ليسټ
|
په عمومي ډول، د اسيا ختيځ لور ته ارام سمندرګی، سويل لور ته يې د هند سمندر او شمال لور ته يې شمالي کنګل بحر پروت دی. له اروپا سره د اسيا پوله يو تاريخي او کلتوري جوړښت دی، ځکه چې د دې دواړو لويو وچو تر منځ روښانه فزيکي او جغرافيايي جلا والی نه شته. تر يو بريده دا خپلسری جلاوالی دی او لومړی تصور يې په لرغوني کلاسيکي پړاو کې خوځېدلی دی. په دوو لويو وچو د ايروايشيا وېش، د ختيځ-لويديځ د کلتور، ادبياتو او توکميز توپير څرګندونه کوي، له دوی څخه ځينې يې د رښتیني وېش کرښې پر ځای، يوازې په نظري ډول وېشل شوې دي. د اسيا اوسنیو منل شوو پولو، اسيا ته د سويس کانال په ختيځ کې ځای ورکړی او په دې توګه يې له افريقا څخه جلا کړې ده. په ختيځ کې ترکي تنګي، د اورال غرونه او د اورال سيند دی، په سويل کې د قفقاز غرونه، د کسپين بحيره او تور سمندرګی دی، چې اسيا له اروپا څخه جلا کوي. [4]
چين او هندوستان له ۱ څخه تر ۱۸۰۰ز کال پورې يو پر بل پسې د نړۍ له سترو اقتصادونو څخه وو. چين يو ستر اقتصادي ځواک و، چې ډېر يې د ختيځ خوا ته رامات کړل او د ډېرو لپاره د هندوستان د لرغوني کلتور افسانوي شتمني او غوړېدا د اسيا انځور وړاندې کاوه، چې اروپايي سوداګري، لوڅاوو او نېواک يې د ځان لور ته راجلباوه. د کولمبس له خوا له اروپا څخه د امريکا پر لور په ناڅاپي ډول د يوې لارې کشفېدل په داسې حال کې چې هغه د هندوستان پر لور د لارې په لټه کې و، د هندوستان د ژورې لېوالتيا څرګندونه کوي. د اسيا په دننه کې د ورېښمو لاره له ختيځ څخه د لوېديځ پر لور د سوداګرۍ بنسټيزه لاره وګرځېده، په داسې حال کې چې د مالاکا تنګی يوه بنسټيزه سمندري لاره وه. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې اسيا د اقتصادي واک (په ځانګړي ډول ختيځې اسيا) او همدا راز د نفوس د زياتې ودې ښودنه وکړه، خو له هغه وخته اوس يې په عموم کې نفوس کمښت موندلی. اسيا د نړۍ د ډېرو اصلي دينونو د زېږېدو ځای دی، لکه هندو، زردشتي، جينيزم، بودايي، کنفوسيوس، تاويزم، مسيحيت، اسلام، سيک او داسې نور دينونه.[5][6][7][8][9]
د اسيا اندازې او تنوع ته په کتنې سره، د اسيا معنا – هغه نوم چې تاریخ يې لرغوني پړاو ته ورګرځي – شونې ده چې د فزيکي جغرافيې په پرتله له انساني جغرافيې سره اړيکه ولري. توکميزو ډلو، کلتورونو، چاپيريال، اقتصاد، تاریخي اړيکو او حکومتي نظامونو ته په کتنې سره، اسيا په دننه کې د خپلو سيمو په منځ کې سره زيات توپيرونه لري. اسيا ډېر جلا جلا اقليمونه لري، چې په سويل کې د استوا له لیکې څخه پيل د منځني ختيځ له تودو سحراګانو څخه تېرېږې، په ختيځ او د لويې وچې په مرکز کې معتدلې سيمې دي او د سايبيريا پراخې نیمه قطبي او قطبي سيمې په کې شاملې دي.