![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/1/1f/Soviet_Union_on_the_globe_%2528Soviet_Union_centered%2529.svg/langps-640px-Soviet_Union_on_the_globe_%2528Soviet_Union_centered%2529.svg.png&w=640&q=50)
شوروي اتحاد
From Wikipedia, the free encyclopedia
شوروي اتحاد، په رسمي توګه د شوروي سوسیالیستي جمهوریتونو اتحادیه (USSR)، یو سوسیالیست یا ټولنپال دولت و، چې له ۱۹۲۲ کال څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې یې یوروشیا سیمه تر خپل کنټرول لاندې لرله. د نوم له پلوه دا د څو ملي جمهوریتونو فدرالي اتحادیه وه او په عملي لحاظ یې بیا حکومت او اقتصاد تر وروستیو کلونو پورې خورا متمرکز وو. دا هېواد (تر ۱۹۹۰ مخکې) یو-ګوندي دولت و، چې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند له خوا اداره کېده او مسکو یې د خپل لوی او ستر نفوس لرونکي جمهوریت (Russian SFSR) پلازمېنه ټاکلې وه. نور لوی ښاري مرکزونه یې لیننګراد (Russian SFSR)، کیېف (Ukrainian SSR) مینسک (Byelorussian SSR)، تاشکند (Uzbek SSR) الماتا (Kazakh SSR) او نووسیبیرسک (Russian SFSR) وو. دا په نړۍ کې ترټولو لوی هېواد و، چې ۲۲۴۰۲۲۰۰ مربع کیلومتره (۸۶۴۹۵۰۰ مربع میل) مساحت یې درلود او ۱۱ وخت زونونه (time zones) یې تر پوښښ لاندې وو.
په نامه د | |
---|---|
پلازمېنه |
د ړنګېدو وخت |
۲۶ ډيسمبر ۱۹۹۱[5] ![]() |
---|---|
مهمې پېښې |
|
د ځای کچه |
---|
برخې |
---|
بنسټګر |
---|
کورډينېشن |
---|
![Map](http://maps.wikimedia.org/img/osm-intl,6,65,90,260x260.png?lang=ps&domain=ps.wikipedia.org&title=%D8%B4%D9%88%D8%B1%D9%88%D9%8A_%D8%A7%D8%AA%D8%AD%D8%A7%D8%AF&revid=324080&groups=_62467f6f899266b22b4cbc718b735cd2be891038)
د شوروي اتحاد ریښې د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر انقلاب ته رسېږي، کله چې د ولادیمیر لینن په مشرۍ بالشویکانو هغه لنډمهال حکومت ړنګ کړ چې مخکې د روسي امپراتورۍ د رومانوف ماڼۍ ځایناستی و. دوی د روسیې د شوروي جمهوریت تاسیس کړ، چې د نړۍ لومړی د اساسي قانون له مخې تضمین شوی سوسیالیستي دولت و. شخړو په ټوله پخوانۍ امپراتورۍ کې د بالشویک سره پوځ او ډېری بالشویک-ضد ځواکونو ترمنځ کورنۍ جګړې توندې کړې، چې تر ټولو لویه ډله پکې سپین ګارد (White Guard) و. سپین ګارد د بالشویکانو او شکمنو کارګرانو او بزګرو بالشویکانو پرضد چې د سپین ترور (White Terror) په نوم پېژندل کېږي، د کمونیست-ضد تاوتریخجنو ځپلو کې ښکېل وو. سور پوځ پراخ شو او له سیمهییزو بالشویکانو سره یې د واک په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه، شوروي شوراګانې یې تاسیس کړې او د سره ترور (Red Terror) له لارې یې خپل سیاسي مخالفین او یاغي بزګران وځپل. په ۱۹۲۲ کال کې، د ځواک انډول بدل شو او بالشویکان بریالي راووتل او په دې توګه د روسیې، قفقاز، اوکراین او بېلاروس جمهوریتونو په یوځای کولو سره شوروي اتحاد جوړ شو. د کورنۍ جګړې په پای کې د لینن حکومت نوې اقتصادي پالیسي معرفي کړه، چې د آزاد بازار او شخصي ملکیتونو د یوې برخې د بېرته راستنېدو لامل شوه، چې بیا د اقتصادي بیارغونې د یوې دورې لامل هم شوه.
په ۱۹۲۴ کې د لینن له مړینې وروسته جوزف سټالین واک ته ورسېد. سټالین د کمونست ګوند دننه د خپلې واکمنۍ پر وړاندې ټول سیاسي مخالفتونه وځپل او دستوري اقتصاد (command economy) یې پیل کړ. د پایلې په توګه، دغه هېواد د ګړندي صنعتي کېدو او جبري مشترک اقتصادي سیستم (forced collectivization) یوه دوره تجربه کړه، چې د پام وړ اقتصادي ودې لامل شوه، مګر په په ورته وخت کې په ۱۹۳۲-۱۹۳۳ کې د په لاس جوړې شوې قحطۍ لامل هم شوه او د ګلګ (Gulag) کارګر کمپ نظام یې پراخ کړ. سټالین همدا راز سیاسي جنون ته لمن ووهله او د پوځي مشرانو، د کمونست ګوند د غړو او عامو وګړو د ډلهییزو نیولو له لارې یې له ګوند څخه د هغه د واقعي او تصور شوو مخالفینو د حذف او لرې کولو لپاره ستره تصفیه وکړه، کوم چې بیا د اصلاحي کارګرانو کمپونو ته لېږل کېدل او یا پر اعدام محکومېدل.
په ۱۹۵۳ کال کې د سټالین له مړینې وروسته، د نیکیتا خروشچیف په مشرۍ د سټالین-زدایۍ (de-Stalinization) او خروشچیف تاو (Khrushchev Thaw) په نامه دوره پیل شوه. په دې دوره کې دغه هېواد په چټکۍ سره وده وکړه او په میلیونونو بزګران صنعتي ښارونو ته ولېږدول شول. شوروي اتحاد له لومړنۍ سپوږمکۍ او لومړنۍ انساني فضايي الوتنې او په بله سیاره، زهره کې، د ځمکې لپاره په لومړنیو څېړنو سره د فضا په سیالۍ کې مخکښ شو. په ۱۹۷۰ لسیزه کې د لنډ وخت لپاره له امریکا سره اړیکې نورمالې (détente) شوې، خو کړکېچ بیا هغه مهال پیل شو چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته خپل ځواکونه واستول. جګړې اقتصادي سرچینې وچې کړې او ورسره هممهاله د مجاهدینو له جنګیالیو سره د امریکا پوځي مرستې زیاتې شوې.[6]
د ۱۹۸۰ لسیزې په نیمایي کې، د شوروي وروستي مشر، میخایل ګورباچوف، د ګلاسنوست (glasnost) پېرېسترویکا (perestroika) پالیسیو له لارې د اقتصاد د اصلاح او ازادۍ هڅه وکړه. موخه د کمونست ګوند ساتنه او په ورته وخت کې د اقتصادي رکود معکوس کول وو. سړه جګړه د هغه د دورې پر مهال پای ته ورسېده او په ۱۹۸۹ کال کې، په ختیځه اروپا کې د وارسا تړون هېوادونو خپل اړوند مارکسیستي - لیننیسټ رژیمونه ړنګ کړل. د شوروي اتحاد په سوسیالیستي جمهوریتونو کې قوي ملتپال او بېلتون غوښتونکي خوځښتونه پیل شول. ګورباچوف یوه ټولپوښتنه پیل کړه – چې د بالتیک جمهوریتونو، ارمنستان، جورجیا او مالدووا لخوا بایکاټ شوه – او په پایله کې یې اکثریت ګډون کونکو وګړو د نوي فدراسیون په توګه د اتحادیې د ساتلو په ګټه رایه ورکړه. د ۱۹۹۱ کال په اګست میاشت کې د کمونست ګوند سخت دریځو له لوري د کودتا هڅه وشوه. دا هڅه ناکامه شوه او د روسیې ولسمشر بوریس یلسین له کودتا سره په مقابله کې مخکښ رول ولوباوه. اصلي پایله د کمونست ګوند بندیز و. د روسیې او اوکراین په مشرۍ جمهوریتونو خپلواکي اعلان کړه. د ۱۹۹۱ کال د ډسمبر په ۲۵مه ګورباچوف استعفا وکړه او ټول جمهوریتونه د شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته د خپلواکو دولتونو په توګه راڅرګند شول. د روسیې فدراسیون (پخوا د روسیې سوسیالیستي فدراتیف شوروي جمهوریت SFSR) د شوروي اتحاد حقونه او مکلفیتونه په غاړه اخیستي او په نړیوالو چارو کې د خپل دوامداره قانوني شخصیت په توګه په رسمیت پېژندل شوی.[7][8]
شوروي اتحاد د نظامي ځواک اړوند ګڼې مهمې ټولنیزې او تکنالوژیکي لاسته راوړنې او نوښتونه رامنځته کړل. دا هېواد د نړۍ د دویم ستر اقتصاد او په نړۍ کې ترټولو ستر دایمي پوځ لرونکی و. شوروي اتحاد د اټومي وسلو لرونکو پنځو هېوادونو له ډلې دی. همدا راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بنسټګر دایمي غړی او همدارنګه په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE)، د کارګرو د اتحادیې نړیوال فدراسیون (WFTU) غړی او د دوه اړخیزو اقتصادي مرستو شورا او د وارسا تړون مخکښ غړی و.
شوروي اتحاد له منحل کېدو وړاندې او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د څلورو لسیزو لپاره د متحده ایالاتو ترڅنګ د نړۍ د زبرځواک په توګه خپل ځای ساتلی و. ځینې وختونه د "شوروي امپراتورۍ" په نوم هم یادېږي، او په ختیځه اروپا او نړۍ کې یې د نظامي او اقتصادي ځواک، نیابتي جګړو او په مخ پر ودې هېوادونو کې د نفوذ او په ځانګړې توګه د فضايي ټکنالوژۍ او د وسلو په برخه کې د ساینسي څیړنو د تمویل له لارې خپله برلاسي او سیطره ساتلې وه.[9][10]