بهیمراو رامجي امبېدکار
From Wikipedia, the free encyclopedia
بهیمراو رامجي امبېدکار (۱۴ اپریل ۱۸۹۱ ز – ۶ دسمبر ۱۹۵۶ز) یو هندی قاضي، اقتصادپوه، سیاستوال او ټولنیز سمونوال و ، چې د دالیت بودايي خوځښت يې رامنځته کړ او د نجسو وګړیو (دالیتانو) سره د ټولنیز توپیري چلند پر وړاندې یې مبارزه وکړه. هغه په بریتانوي هند کې د وایسرای په اجرائیوي شورا کې د کار وزیر، د مؤسسینو د تسوید کمېټې مشر، د خپلواک هند لومړی د قانون او عدالت وزیر او د هند د اساسي قانون اصلي معمار بلل کېږي.
ميترېيه [1] | |
---|---|
بهیمراو رامجي امبېدکار | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | نوي دهلي |
د مړینې لامل | ناروغي |
هديره | ممبای |
استوګنځای | هند (۱۸۹۱–۱۹۵۶)
د امریکا متحده ایالات (۱۹۱۳–۱۹۱۶) لندن (۱۹۱۶–۱۹۱۷) لندن (۱۹۲۰–۱۹۲۲) |
تابعیت | برېتانوي هند (۱۸۹۱–۱۹۴۷)
هند (۱۹۴۷–۱۹۵۶) د هند اتحاد (۱۵ اگسټ ۱۹۴۷–۲۶ جنوري ۱۹۵۰) |
قد | 178 سانتي متره |
مذهب | |
واک | |
د راجيه سبا غړيتوب | |
د واکمنۍ دوران ۳ اپرېل ۱۹۵۲ – ۶ ډيسمبر ۱۹۵۶ | |
عملي ژوند | |
تعلیم | ممبای پوهنتون |
استاد | جان ډېوي [2] |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | مراټي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | وټپوهنه ، فلسفه ، وګړنيز حقوق ، وګړپوهنه ، سياست ، ټولنه ، اساسي قانون ، مذهب |
مؤثر | گوتاما بودا [3]، جان ډېوي [4] |
تحریک | د هند د خپلواکۍ غورځنګ |
جايزې | |
لاسليک | |
سمول |
امبېدکار د ډېرو آثارو لرونکی یو تکړه زده کړیال(محصل) و، چې هم يې د کلمبیا پوهنتون او هم یې د لندن د اقتصاد ښوونځي پوهنتون څخه په اقتصاد کې دوکتوراوې ترلاسه کړې دي. هغه په حقوقو، اقتصاد او سیاسي علومو کې د خپلو څېړنو له امله یو عالم ګڼل کېږي. د کاري ژوند په لومړیو کلونو کې، هغه یو اقتصاد پوه، پروفیسور او حقوقپوه(مدافع وکیل) و. وروسته هغه سیاسي فعالیتونو ته ورننوت او د هند د خپلواکۍ لپاره په کمپاین او مذاکراتو کې ښکېل و. امبېدکار ژورنالونه خپرول، د دالیتانو لپاره يې د سیاسي حقونو او ټولنیزو آزادیو د حق غوښتنه کوله او د هند د دولت په رامنځته کولو کې یې د پام وړ منډه ترړه کړې ده. په ۱۹۵۶ز کال کې، هغه بودايي دین ته واوښت چې په پایله کې يې ډېر دالیتان هم د دې مذهب پیروان شول. [6][7]
په ۱۹۹۰ز کال کې، د امبېدکار له مړینې څو لسیزې وروسته، هغه ته د هند تر ټولو لوړ ملکي مډال، بهارات راتنا ورکړل شو. د امبېدکار په میراث کې ګڼ یادڅلي او په ولسي کلتور کې یادونه شامل دي.